ستانکزی: له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو بې‌سارې اېستل په یوه بشري ناورین بدلېدونکی دی

۲۱ ساعتونه مخکې

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي مشر وايي، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو بې‌سارې اېستل په یوه بشري ناورین بدلېږي.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «هغې نړۍ چې د بشر‌دوستۍ ادعا یې کوله، اوس چوپه خوله دي او د افغانستان له مظلومو خلکو یې مخ اړولی دی.»
هغه د هرات له له خلکو هم مننه کړې چې د نوموړي په خبره د راستنېدونکو کډوالو په خدمت کې دي.
د ستانکزي په خبره: «موږ باید په یووالي او ګډو هڅو خپل هېواد له دې ناورینونو وژغورو.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په وروستیو اوونیو کې ایران زرګونه افغانان په جبري ډول له دغه هېواد اېستلي دي.
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې افغانستان یو له بېوزله هېوادونو څخه دی او طالبان د پراخو اقتصادي ستونزو له امله د زرګونو کډوالو د بېرته منلو او ځای پر ځای کولو لپاره لازم امکانات نه لري.
مجاهد وایي: «د طالبانو حکومت د کډوالو لپاره یو څه اندازه مالي بودیجه ځانګړې کړې، خو د راستنېدو پراخ بهیر زموږ له امکاناتو پورته دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي احمد الله متقي په ویلي، چې یوازې تېره ورځ د اسلام کلا له سرحدي لارې ۳۷ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر دې مهاله شاوخوا یو میلیون افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو