ایران وایي چې افغان کډوال کولای شي ځان ته وړیا وکیل ونیسي

۱۳ ساعتونه مخکې

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو چارو رییس نادر یاراحمدي ویلي چې افغان کډوال کولای شي د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره وړیا وکیل وګوماري. هغه څرګنده کړه چې افغان کډوال کولای شي د خپلوانو یا د طالبانو د کونسلګرۍ په مرسته، له مالي لګښت پرته خپل حقونه تعقیب کړي.

هغه زیاته کړې چې د ایران د کورنیو چارو وزارت له طالب چارواکو سره په دې اړه موافقه کړې چې د کډوالود حقونو د تعقیب لپاره قانوني کمېټې جوړې شي.

نور خبرونه

رادیو