پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرو پر وړاندې د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه

۲ ساعتونه مخکې

پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرو پر وړاندې د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه.

دغه غوښتنه تازه په اسلام اباد کې د پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د ګډې همغږۍ په لومړنۍ ناسته کې شوې ده.

په یاده ناسته کې د افغانستان او لوېدیځې اسیا د چارو مرستیال سید علي اسد ګیلاني له افغان لوري غوښتنه کړې، د هغه ترهګرو پر وړاندې چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي باید جدي ګامونه واخېستل شي.

نوموړي همدا راز ویلي، که څه هم کابل په دې تړاو ځینې ګامونه پورته کړي؛ خو په خبره یې دا هڅې کافي نه دي.

ښاغلي ګېلاني وړاندې ویلي، چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د پاکستان امنیت او ټیکاو ګواښي او په سیمه کې پراختیايي چارې له خڼد او ځنډ سره مخ کوي.

دواړه خواوو د ټرانزیټ په برخه کې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي او پاکستاني پلاوي ویلي، چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې څه باندې ۵۰۰ زرو افغانانو ته ویزې ورکړې دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي و، چې په دې ناسته کې د یاد وزارت استازي نور احمد نور او د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان او لوېدیځې اسیا د چارو مرستیال سېد علي اسد ګیلاني ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د سیاسي مسایلو، سوداګرۍ، ټرانزیت، سیمه‌ییز اتصال، کډوالو او د ویزو د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو