افغان سواګر: موږ د طالبانو او پاکستان له‌خوا د لوړو تعرفو قربانیان یو

۱ ساعت مخکې

پرون په کندهار کې افغان سوداګرو او طالب چارواکو د پاکستان له نوي کونسل احمد ویس سره غونډه وکړه.

په دې غونډه کې پر سوداګریزو وېزو، ګمرکي تعرفو او سوداګریزو اسنادو بحث وشو؛ خو مثبته پایله یې نه درلوده.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دوی پرون له پاکستاني چارواکو سره د سوداګریزو وېزو، ګمرکي تعرفو، تجارتي اسنادو او نورو ستونزو په اړه غونډه وکړه.

په غونډه کې افغان سوداګرو شکایت وکړ، چې د دوی سوداګریزې وېزې په یوه او بله پلمه ځنډول کېږي او د دوی پر صادراتو ګمرکي تعرفې هم لوړې شوې دي.

د غونډې یوه برخه‌وال چې نه یې غوښتل د امنيتي لاملونو له مخې یې نوم یاد شي وویل:« افغان سوداګرو پاکستاني چارواکو ته د ګمرکي تعرفو لوړولو په اړه شکایت وکړ؛ خو پاکستاني لوري پر طالبانو تور ولګاوه، چې لومړی دوی ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.»

دغه سوداګر وايي، چې دوی د طالبانو او پاکستان دواړو له‌خوا د لوړو تعرفو قربانیان دي.

دغه سوداګر زیاتوي، که څه هم د سوداګریزو وېزو او ګمرکي تعرفو په اړه اوږد بحث وشو؛ خو ځانګړې پایله یې نه درلوده.

غونډې ته ازاد خبریالان هم ورغلي وو؛ خو د راپور جوړولو اجازه ورنه کړل شوه او له غونډې واېستل شول.

پرون دپاکستان حکومت د افغان سوداګرو له پاره پاسپورټ او سوداګریزې وېزې حتمي وبللې، چې دا کار پخوا افغان سوداګرو د خپل فعالیت پر وړاندې یو ستر خنډ بللی و.

نور خبرونه

رادیو