د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، چې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې دا اونۍ یوه جرګه راغوښتل شوې وه چې پکې ځایي خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې یا د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ بند کړئ او یا د نویو پوځي عملیاتو لپاره تیار شئ.
محسن داوړ په یوه مقاله کې چې په فرایډې ټایمز کې خپره شوې، لیکلي، چې دا سیمه پخپله د پاکستان د ناکامې افغان پالیسۍ تر ټولو لویه قرباني وه او اوس هغوی ته دا وړاندیز کېږي چې د داسې یوې ستونزې حل راوباسي، چې د دوی له واکه بهر ده.
محسن داوړ استدلال کوي چې افغان طالبان او ټي ټي پي جلا نه دي، بلکې دا دواړه له یو بل سره ایډیالوژیک او عملي تړاو لري. د داوړ په باور، که په شمالي وزیرستان عملیات وشي، د ټي ټي پي جنګیالي به یو ځل بیا افغانستان ته وتښتي، او د افغانستان طالبان، چې له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان له نرم دریځ ګټه اخلي، هیڅ امکان نه لري چې د دوی مخه ونیسي.
داوړ وايي، په پاکستان کې د افغان طالبانو حضور یوازې په جنګیالیو پورې محدود نه دی، بلکې د دوی کاروبارونه، کورنۍ او مشران لا هم دلته موجود دي او سره له دې چې دوی پوهېږي په افغانستان کې یې واکمني ډېره نازکه ده، خو د پاکستان دوامدار نرم چلند او تساهل دوی ته یو ډېر باثباته ځای برابروي.
د داوړ په وینا، د پخوانۍ فاټا لپاره د جرګو د بیا احیا کولو کمېټې جوړول، د پاکستان د عدلي نظام ناکامي ده. هغه زیاتوي، « دا کار نه یوازې د اساسي قانون خلاف دی، بلکې دا هغه ژمنې هم لهمنځه وړي چې له مرکز سره د فاټا د یوځای کولو پر مهال شوې وې».
محسن داوړ استدلال کوي چې ترڅو پاکستان د افغان طالبانو او د هغوی د پاکستاني اتحادیانو پر ضد یو روښانه او اصولي دریځ ونه نیسي، تر هغه به نه سوله راشي، نه امنیت.
هغه وايي، چې د جرګو بیا راژوندي کول، محدود عملیات او پر ولس پړه اچول به د ترهګرۍ ستونزه حل نه کړي، بلکې نوره به یې پراخه کړي.