د پولیو مرکز خبر ورکړی، چې د ګوزڼ وایرس د مخنېوي لپاره باید له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال ډیورنډ کرښه کې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.
دغه بنسټ همدا راز ټینګار کړی، چې د پولیو په هره دوره کې باید له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته هم څاڅکي واچول شي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو ګواښ پاتې دی.
له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال هم د دغه وایرس د خپرېدو لامل بلل شوي دي.