د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې د پاکستان استازی وايي، د افغانستان له خاورې لا هم ترهګرې او هغه ډلې، چې د پاکستان خلاف عملیات کوي، استفاده کوي.
عاصم افتخار زیاته کړه، "نه ښايي افغانستان ته شا کړو، رغوونکی او کارنده تعامل یوازینۍ حل لاره ده. "
نوموړي همداراز په ډاګه کړه چې هېواد یې له طالبانو سره د نړۍ د تعامل لپاره له دوحې بهیره ملاتړ کوي او په وینا یې پاکستان له طالبانو سره په لوړه کچه کې تعامل لري.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي همداراز وویل، « دا باید ومنو چې یوازې یو حکومت د افغانستان کنټرول په لاس کې لري پرته له دې چې، له هېڅ جدي ستونزې سره مخ وي."
عاصم افتخار پرته له دې چې، د هند نوم واخلي وویل، مداخله کوونکي لوبغاړي باید بې ثباتۍ ته لمن ونه وهي او نه ښايي چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل واوسي.
د نوموړي په وینا، افغان ولس لا هم له ملا ماتوونکو بندیزونو رنځېږي او د نغدو پیسو، فقر او د نړیوالو مرستو کمښت، روان ناورین نور هم کړکېچن کړی دی.