د ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران سبا اسلام اباد ته ځي

پرون

د ترکیې یوې ډېپلوماتیکې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران به د چارشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي.

په دغه سفر کې به یاد ترکي چارواکي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو مسایلو او دفاعي صنعت همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

ترکیه له پاکستان سره پیاوړې اړیکې لري او د می په میاشت کې یې له هند سره د پوځي شخړې پر مهال د پاکستان ملاتړ وکړ، چې دې کار هند په غوسه کړ.

سرچينو رویټرز ته ویلي، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د ترکیې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان او دفاع وزیر یاسر ګولر د ترکيې او پاکستان د اړيکو د لا ټينګېدو هيله څرګنده کړي او د سيمه ييزې سولې په برخه کې به د انقرې د ملاتړ وړانديز وکړي.

سرچینې وویل چې فیدان به په دغه سفر کې "د دفاعي صنعت په برخه کې خپله لیوالتیا څرګنده کړي."
انقره هم له هند سره ښې اړیکې لري خو د پاکستان له ملاتړ او د هند او پاکستان په جګړه کې د ترکي بې پیلوټه الوتکو له استعمال وروسته، ددواړو خواوو اړیکې خړې پړې شوې دي.

نوي ډیلي هم په دغه هېواد کې د ترکیې د هوایی چلند د خدماتو له چمتو کوونکې کمپنۍ سیلبي سره ملي امنیت ته د ګواښ د پېښېدو له وېرې خپل تړون لغوه کړی.

نور خبرونه

رادیو