د پاکستان لوی درستیز: هر ډول تېری به داسې ځواب کړو چې بریدګر ته «ډېر درد» ورسېږي

پرون

د پاکستان د پوځ لوی درستیز سید عاصم منیر خبرداری ورکړی، چې که هر څوک د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا وګواښي او یا هم پرې تېری وکړي، له هېڅ ډول ځنډ یا محدودیت پرته به «ډېر سخت او د متقابل لوري پر تله سخت ځواب ورکړل شي».

عاصم منیر تېره ورځ د اسلام اباد له ملي دفاعي پوهنتون څخه تازه فارغو شویو افسرانو ته په وینا کې د هند د هغو د څرګندونو په تړاو، چې د وروستۍ جګړې پر مهال پاکستان بهرنی ملاتړ ترلاسه کړی و، وویل، دا د هند د تلپاتې نه‌منلو ذهنیت ښکارندویي کوي، ځکه دوی نه‌غواړي د پاکستان خپله داخلي وړتیا او قوت ومني.

نوموړي همداراز دغو تازه فارغو شویو افسرانو په وینا کې د جګړې د بدلېدونکو ځانګړتیاوو په اړه خبرې وکړې او ذهني چمتووالی، عملیاتي وضاحت او مسلکیتوب یې د ستراتیژیکو ننګونو پر وړاندې مهم عناصر وبلل.

هغه دا خبره یو ځل بیا تکرار کړه چې پاکستان یو اصولي دریځ لري،« هر ډول تېری یا د خاورې خلاف عمل ته به له ځنډ پرته کلک او پرېکنده ځواب ورکړي».

عاصم منیر همداراز په ډاګه کړې، چې « زموږ د خلکو، پوځي اډو، اقتصادي مرکزونو او بندرونو د په نښه کولو هر ډول هڅه به سملاسي داسې سخت ځواب شي چې بریدګر ته به ډېر درد ورسېږي. د جګړې د زیاتوالي مسوولیت به په مستقیم ډول د یرغلګر وي، چې د خپل عمل له عواقبو ناخبره دی او له یوه اټومي دولت سره دا ډول عمل کوي».

د نوموړي په باور، هند د "سندور عملیاتو" پر مهال خپل اعلان شوي اهداف نه‌دي ترلاسه کړي، نو اوس هڅې کوي خپله ناکامي په فلسفي توجیهاتو توجیه کړي، چې دده په وینا، دا د دوی د ستراتیژیک لید د نشتوالي ښکارندويي کوي.

همدا تېره اونۍ د هند د پوځ مرستیال راهول سېنګ وویل، چې چین د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال پاکستان ته د هند د موقعیتونو په اړه "ژوندي استخباراتي معلومات" ورکړي وو، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

عاصم منیر همداراز ویلي، هند هڅې کوي دغې دوه اړخیزې جګړې ته درېیم لوری ور ګډ کړي او په وینا یې دا یوه ناکامه سیاسي لوبه ده، څو د هند د ناکامو بریدونو پړه پر نورو واچول شي او ځان د سیمې د امنیت تضمینوونکي په توګه وپېژني.

د ویلو ده چې، په کشمیر کې د وسله والو په برید کې د یو شمېر سیلانیانو له وژل کېدو وروسته هند د می پر ۷مه پر پاکستان برید وکړ او پاکستان هم ځوابي برید وکړ او په دې څو ورځنۍ جګړه کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

نور خبرونه

رادیو