د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فيدان او د دغه هېواد د دفاع وزیر یاسر ګولر له خپل مل پلاوي سره اسلام اباد ته ورسېدل.
د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او لوېدیځې اسیا د چارو مرستیال سید علي اسد ګیلاني په هوايي ډګر کې د دغه پلاوي هرکلی کړی.
تمه کېږي، چې دغه پلاوی به د دغه سفر په لړ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له مشر عاصم منیر سره وګوري.