د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې ناسته کې د ترکیې استازي احمد یلدیز ویلي، چې افغانستان نه یوازې له بشري، اقتصادي او امنیتي ناورینونو سره مخ دی، بلکې د نړۍوالو ګواښونو یوه سرچینه هم ګرځېدلی دی.
ښاغلي یلدیز ټینګار کړی، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان نه یوازې له دننه له ژور بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی، بلکې د داعش ډلې د فعالیتونو پراخېدل او غېرقانوني کډوالۍ، سیمې او نړۍ ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي.
هغه په خپله وینا کې زیاته کړې: «په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، نړۍوالې مرستې کمې شوې دي او که دا وضعیت دوام ومومي، ښايي د سیمې ثبات ته لوی خطر پېښ شي.»
یلدیز وویل: «د مېرمنو او نجونو پروړاندې محدودیتونه، د بشري حقونو ښکاره نقض دی او نړۍواله ټولنه باید دا حالت نور ونه زغمي. ترکیه غواړي چې د افغان مېرمنو د زدهکړې او کار حق ژر تر ژره بېرته تضمین شي.»
د ترکیې استازي د داعش ډلې دوامداره فعالیتونه یو خطرناک بدلون وباله او زیاته یې کړه: «له دې ګواښ سره یوازې هغه وخت مبارزه کېدای شي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه ګډ، صادقانه او دوامداره همکاري وکړي.»
احمد یلدیز همداراز ټینګار وکړ، چې د افغانستان سیاسي ثبات او د خلکو مشروع استازیتوب هغه مهال تضمینېدلی شي، چې ټول اقوام، سیاسي جریانونه او مدني بنسټونه د یوه واقعي ټولګډونه حکومت برخه وګرځي.
د یادولو وړ ده، چې په دې ناسته کې د افغانستان په تړاو یو مهم پرېکړه لیک هم تصویب شو چې د طالبانو د حساب ورکړې، د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې او د بشري وضعیت د ښه والي غوښتنه یې کوله.
ترکیې دا پرېکړهلیک تایید کړی او له نورو هېوادونو یې غوښتي، چې د دې د تطبیق لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.