په کابل کې د برېښنا پرچاوي؛ طالبان وايي، له ترکمنستانه د برېښنا د رالېږد چارې بشپړې شوې

۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت ویلي چې د لومړي ځل لپاره یې د برېښنا لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکو له ترکمنستان نه هرات ته د ۲۲۰ کېلوولټ وارداتي برېښنا رالېږد پروژې چارې بشپړې کړي دي.

دغه شرکت زیاته کړې، د یادې پروژې چارې نیمګړې پاتې وې چې دوی په ۴۲ ورځو کې د بهرنیو انجنیرانو له مرستې پرته بشپړې کړې دي.

د یاد شرکت چارواکو که څه هم ژمنه کړې چې د برېښنا د کمښت د ستونزې د حل لپاره هلې ځلې کوي، خو د کابل ښار ځینې اوسېدونکو بیا د برېښنا له زیاتې پرچاوۍ شکایت کوي.

د کابل ښار د احمد شاه بابا مینې « ارزان قیمت» اوسېدونکی رحمت الله « مستعارنوم» وايي چې دوی په شپه او ورځ کې یوازې له ۲ تر ۴ ساعتونو پورې برېښنا لري.

دوی وویل: «څو ورځې مخکې د سیمې ځینې اوسېدونکو د برېښنا شرکت ته ورغلي وو او ستونزه یې ورسره شریکه کړې، خو له هغې وروسته پرچاوي نوره هم زیاته شوې اوس له ډاره بیا ورتلی نه شو چې بیا به یې بیخي پرې کړي.»

ورته مهال، د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محمدعزیز هم د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي چې د طالبانو له ژمنو سره سره دوی سږکال د بې‌برقۍ له کبله له کړاوه ډک دوبی تیروي.

هغه افغانستان انټرنشل-پښتو ته وویل:« له یوې خوا هوا ډېره ګرمه شوې او له بل پلوه د برېښنا پرچاوي زیاته ده، له ستونزو سره یې مخامخ کړي یو هیله لرو چې په دې برخه کې کومې ژمنې کیږي هغه عملي شي او موږ ته اسانتیاوې برابرې شي.»

افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه واردوي چې په یادو هېوادونو کې د اړتیا پرمهال افغانستان ته د برېښنا په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.

نور خبرونه

رادیو