له ګوزڼ سره مخ افغانستان؛ سبا په یو شمېر ولایتونو کې د‌ پولیو کمپاین پیلېږي

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د پولیو بېړني مرکز خبر ورکړی چې سبا (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه) د هېواد‌ په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو څاڅکو د ورکړې کمپاین پیلېږي.

نوموړې ادارې دغه ولایتونه نه دي په ډاګه کړي، خو ډېری وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولایتونو کې دا کمپاین ترسره کېږی او لامل یې هم هلته د مثبتو پېښو ډېروالی دی.

دا کمپاین داسې مهال پیل کېږی چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ هم چټکه شوې او د ګوزڼ د لا پراخېدو وېره شته. د پولیو بېړني مرکز په وار-وار له پاکستان نه ستنېدونکو افغانانو غوښتي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي.

پاکستان هم له افغانستان سره جوخت د پولیو له ګواښ سره د مخ هېوادونو د نوملړ په سر کې دي او تر بل هر ځایه په کې د دغه ویروس مثبتې پېښې هم ډېرې دي. د راپورونو له‌مخې، یوازې روان کال په افغانستان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو تېر کال بیا دا شمېر ۲۴ و.

هم‌مهاله یوې امریکايي رسنۍ اېن‌پي‌ار خبرداری ورکړی چې پولیو په افغانستان او پاکستان کې د پراخېدو په حال کې دی. په بېلابېلو ولایتونو کې کلتوري محدودیتونه او د پولیو واکسین په اړه ناسم پوهاوی هم د دغه ویروس د پراخېدو یو لامل بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو