متقي وايي، د نړۍ نور هېوادونه دې د رسمیت پېژندنې په برخه کې ګامونه پورته کړي

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنې ته په اشارې وايي چې دا ډله د امریکا په ګډون له ټولو هېوادنو سره مثبتې او پر متقابل درناوي ولاړې او ټینګي اړیکې غواړي.

هغه تازه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ډېپلوماسۍ انسټیتيوټ نه د ډیپلوماټانو فراغت غونډې ته ویلي، د امریکا ولسمشر په کراتو په بګرام کې د چنایانو د حضور خبره کړې، خو دا باید ټولو ته واضح وي چې «طالبان له هیچا سره د پوځي حضور په اړه تعامل نه کوي او حاضر نه دي چې د خپلې خاورې یو انچ کې یې بهرنیان پوځي حضور ولري.»

متقي زیاته کړې چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې له نړۍوالو سره د دغې ډلې مثبت او نېک تعامل دا ثابته کړه چې دوی هیچاته ګواښ نه دي او د امریکا په ګډون دې د نړۍ نور هېوادونه د یادې ډلې د رسمیت پېژندنې په برخه کې ګامونه پورته کړي.

ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په یوه وار د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي توګه له ایران نه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ «ځورونکې» بللې ده.

د هغه په وینا، که څه هم طالبانو په کراتو له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې افغانان دې په تدریج راستانه کړل شي، خو د دغې ډلې غوښتنه په پام کې نه ده نیول شوې او له چمتوالي پرته د کډوالو د ستنولو لړۍ «ځورونکې او له ستونزو ډکه» ده. 

نور خبرونه

رادیو