په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي چې د یاد ولایت لپاره د دغې ډلې والي مولوي اسلام جار د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د افغان کډوالو له یوه پنډغالي نه لیدنه کړې ده. نوموړی د ملا هبتالله په ځانګړي امر د کډوالو اړوند مسایلو حل لپاره ایران ته تللی.
د طالبانو خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو له دې مخکې ویل شوي و چې هرات کې د طالبانو والي او ورسره مل پلاوی به ایران کې له حکومتي چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.
د دغه سفر مهمه موخه د کډوالو باعزته ستنول، د ستونزو په نښه کول او پنډغالو کې د هغوی د مسایلو اورېدل ښودل شوي دي. د طالبانو دا پلاوی داسې مهال ایران ته سفر کوي چې هلته افغان کډوال له جدي ننګونو سره مخ دي او د ایراني ځواکونو له لوري نه یوازې اېستل کېږي، بلکې شکنجه او ځورول کېږي.
د راپورونو پر بنسټ، ایراني ځواکونو ان له افغان مېرمنو د هغوی د غاړو سره زر هم اخیستي او ځيني کډوال یې په وهلو ډبولو وژلي هم دي. د ایران او اسراییل تر کړکېچ وروسته په یاد هېواد کې د افغانانو ژوند تنګ او د اېستل کېدو لړۍ یې نږدې میاشت وړاندې پیل شوه چې د رسمي شمېرو لهمخې، تر دې دمه یوازې په همدې موده کې تر ۵۰۰ زرو ډېر افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
که څه هم طالبانو په وار وار له ایران نه غوښتي چې افغانان په تدریجي او باعزته توګه ستانه کړي، خو هغوی پرې غوږونه نه دي ګرولي او دا لړۍ یې همداسې ګړندۍ روانه ساتلې ده. کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان څو څو ځله اندېښنه ښودلې چې دغه ستنېدونکي افغانان په کور دننه د بېروزګارۍ تر څنګ د سرپناوو له ستونزو سره مخ کېږي.
ان د دغه ستنېدونکو افغانانو د کورنیو ښځینه غړو او نجونو په تړاو هم اندېښنې ښوول شوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به یې د ژوند ډېرې برخې محدودې شي.
طالبان چې له نړۍوالې انزوا سره مخ دي د کډوالو روان ناورین په مدیریت کې پاتې بلل شوي او ان د لومړنیو اسانتیاوو د چمتو کېدو په برخه کې هم ترې تازه ستنېدونکي راضي نه دي. هممهاله یو شمېر افغان سیاستوالو او ان خپله طالبانو له نړۍوالو مرستندویه ادارو نه غوښتي چې تازه ستنېدونکو سره خپلې بشري مرستې پراخې کړي.