د امریکا پخواني لوړپوړي ډیپلومات زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې چین په منځنۍ اسیا کې پر کاني زېرمو د تسلط لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي او د واشنګټن نهپاملرنه به د چین نفوذ ته لا ډېره لار ور کړي.خلیلزاد وايي، د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه له ټرمپ سره معاملې ته چمتو دي.
خلیلزاد د دوشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، چې « په منځنۍ اسیا کې د چین د تسلط هڅې چټک پرمختګ کوي، په ځانګړي ډول د سیمې پر بډایه کاني زیرمو د کنټرول له لارې. موږ باید د چین د کاني پراختیا غوښتنې مخه ونیسو».
خلیلزاد وايي، د سیمې یو شمېر هېوادونه، په ځانګړي ډول قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان، چمتو دي چې له ټرمپ ادارې سره د کانونو په برخه کې معاملې وکړي.
نوموړي زیاته کړې« مهمه ده چې ژر تر ژره د دغو هېوادونو او ښايي د ټولې سیمې لپاره یو منظم پلان جوړ کړو».
خلیلزاد خبرداری ورکړی چې که واشنګټن د دغو همکاریو فرصت له لاسه ورکړي، نو یوازې به د چین نفوذ ته زمینه برابره شي:
خلیلزاد زیاتوي، چې «زموږ غفلت به یوازې چین ته ګټه ورسوي».
چین د «یو کمربند، یوه لار» نوښت له لارې په سیمه کې د ترانسپورت، انرژۍاو استخراج سکتورونو کې پراخې پانګونې کړي دي.