یونان ګاودوس او کرېټ ټاپوګانو ته نږدې سلګونه کډوال ژغورلي

۵ ورځې مخکې

د یونان ساحلي ګارډ د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې له جمعې ورځې راهیسې یې ګاودوس او کرېټ ټاپوګانو ته نږدې سلګونه کډوال ژغورلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د یکشنبې په ورځ تر ۴۳۰ ډېر کډوال ګاودوس ټاپو ته نږدې وژغورل شول.

په یوه بله پېښه کې د اروپايي ټولنې د سرحدونو ادارې (Frontex) کرېټ ټاپو ته نږدې ۹۶ کډوال وژغورل او کرېټ ته یې ولېږل.

دغه ډول د یکشنبې په ورځ یوې یوناني رسنۍ یوه ویډیو خپره کړه. په دېغه ویډیو کې لسګونه کډوال کرېټ ساحل ته تر رسېدو مخکې لیدل کېږي، چې ژر ژر ځانونه له کښتۍ څخه اوبو ته وراچوي.

تېره میاشت یونان اعلان وکړ، چې د لیبیا حوزې ته نږدې یې دوه جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړې دي چې د کډوالو مخه ونيسي.

یونان له لیبیا او اروپایي ټولنې هم غوښتي، چې له یونان سره په دې اړه همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو