ایران سبا د خپلو یو شمېر وژل‌شویو جنرالانو د یاد په پار مراسم جوړوي

۵ ورځې مخکې

د ایران دولت اړوند تسنیم خبري اژانس وايي، چې په تهران کې به د دغه هېواد د پوځ د دوو لوړپوړو قوماندانانو غلام‌علي رشید او علي شادماني او له اسراییل سره په جګړه کې د نورو وژل‌شویو ایرانيانو په یاد مراسم جوړ کړي. دغه مراسم سبا سې‌شنبه د ایران په پلازمېنه تهران ښار کې ترسره کېږي.

دا دواړه د ایران د «خاتم الانبیاء» مرکز قوماندانان وو، چې د تل‌ابیب او تهران د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال د اسراییل د وروستیو بریدونو په ترڅ کې ووژل شول.

د یادونې ده، چې د خاتم الانبیاء مرکزي قومانداني د ایران مهم پوځي مرکز ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو