د پاکستان د طــالبانو غورځنګ وايي، چې د خیبر پښتونخواپه لکي مروت ولسوالۍ کې یې درې امنیتي سرتېري د «غچ اخېستونکي اقدام په توګه» وژلي دي. یاده ډله وايي، پوځ څو ورځې وړاندې په همدې سیمه کې ددوی ۷ جنګیالي وژلي او د مړو د سپارلو په برخه کې یې خپله ژمنه ماته کړې.
ټي ټي پي د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې پر پاکستاني سرتېرو دغه برید یې د هغو کسانو د "غچ" په توګه کړی، چې د دوی په وینا، څو ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان په حسنخېل سیمه کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي وو. د ډلې په وینا، وژل شوي کسان د لکي مروت اوسېدونکي وو.
یادې ډلې ادعا کړې چې پوځ د وژل شویو کسانو د مړو د تسلیمولو ژمنه کړې وه، خو وروسته یې د دوی د جسدونو بېحرمتي کړې او تیزاب یې پرې شیندلي دي.
دا ادعاوې تر اوسه د پاکستاني پوځ له خوا نهدي تایید شوې.
ټي ټي پي د مړو مسخ کول د اسلام او انسانیت خلاف کار ګڼلی او د پاکستان پوځ ته یې خبرداری ورکړی، چې د خپلو مړو بې حرمتي نه شي زغملای.