له ایران څخه د میلیونونو افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې د افغانستان د بشري وضعیت لپاره یوه نوې ناورینزېږونکې څپه رامنځته کړې ده.
ملګري ملتونه وایي، که چټکه او د همغږۍ هڅې ونهشي، نو دا روانه څپه به د کډوالو د مدیریت یوه لویه فاجعه وزېږوي.
د مې میاشتې په پای کې ایران اعلان وکړ، هغه افغانان چې اسناد نه لري باید د جولای تر شپږمې نېټې پورې له دې هېواده ووځي.
دا پرېکړه ښایي د هغو کسانو ژوند اغېزمن کړي، چې د ایران د حکومت په وینا اسناد نه لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ وویل، چې له جون میاشتې راهیسې د سرحدي تګ و راتګ کچه لوړه شوې او یوازې د جولای په لومړۍ نېټه له ایران څخه د افغانستان د هرات ولایت اسلام کلا بندر له لارې تر ۴۳ زرو ډېر کسان راغلي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) ویلي، چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه تر ۲۵۰ زرو ډېر افغانان بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسف) استازی تاج الدین اویواله وایي، چې دا یوه بېړنی وضعیت دی، په داسې حال کې چې افغانستان لا له وړاندې له یوه "نامعلوم وضعیت" سره مخ دی، ځکه چې سږ کال یوازې له ایران او پاکستانه ۱.۴میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه: «د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ۲۵سلنه بېرته راستانه شوي کسان ماشومان دي، ځکه اوسنی بدلون دا دی چې یوازې کسان نه، بلکې بشپړې کورنۍ له لږو شیانو او نغدو پیسو سره له پولې اوړي.»
یاده دې وي، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې یو ستر بشري بحران ته لاره هواره کړه، چې تراوسه پورې له دواړو هېوادونو شاوخوا ۱.۲میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
ایران د جولای ۶مه وروستۍ نېټه ټاکلې، چې له مخې یې باید بېاسناده افغانان ووځي او پاکستان د “ناقانونه کډوالو” د اېستلو د کمپاین له لارې زرګونه کسان شړلي دي.
دواړه هېوادونه دا اقدام د امنیتي ګواښونو او اقتصادي فشار له امله توجیه کوي، خو ملګري ملتونه وایي چې دا به د یو له مخکې ناورین ځپلي افغانستان پر شته وضعیت نور هم فشار زیات کړي.