ملګري ملتونه وایي، له ایران او پاکستانه تر ۱.۴ میلیونو زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېر شمېر یې په جبري ډول شړل شوي دي.
یادې ادارې دا وضعیت د یو پراخ بشري ناورین په توګه یاد کړی او وایي، چې له ایرانه ستنیدونکي افغانان له رواني فشار او نیونو سره مخ دي.
ملګرو ملتونو (UNHCR) په خپل اېکس کې لیکلي: «راستنیدونکي افغانان له رواني فشار، نیونو، بېبرخې کولو او له کورنیو د بېلتون کیسو سره راځي.»
دغې ادارې د ښځينه فعالینو، مذهبی لږکیو، بشري فعالانو او خبریالانو اړوند افغانستان ته د ستنیدو اندېښنه څرګنده کړې، چی دوی د لا ډیر خطر سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، افغانستان د دې پراخ شمېر کډوالو د منلو وړتیا نه لري او دا بهیر د بېکارۍ، فقر او موجودو بشري اړتیاوو ستونزې نورې هم زیاتوي.
ملګري ملتونه یا UNHCR وایي، چې دوی بېړنۍ مرستې لکه نغدي مرسته، خواړه، سرپناه او روغتیایي خدمات برابروي، خو د بودیجې د کمښت له امله دا مرستې یوازې د څو اوونیو لپاره دوام کولی شي.