ننګرهار کې د روغتیايي خدمتونو پر کیفیت نیوکې: شفري نسخې ناروغان سرګردانه کوي

۲ ورځې مخکې

په ننګرهار ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پر کیفیت د خلکو نیوکې زیاتې شوي دي.
ناروغان وايي، ډاکټران نه یوازې د درملنې پر ځای یو بل بدناموي، بلکې د شفري او نامعلومو نسخو له امله ناروغان د درملو پلورنځیو کې سرګردانه کوي.

د عبدالجبار په نوم یو ناروغ چې له څو کلینیکونو تجربه لري، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «کله چې یو ډاکټر ته ورشم د بل نسخه ردوي او وايي چې تشخیص یې غلط دی. دا مې اتم ډاکټر دی، خو لا هم هېڅ ګټه نه ده شوې. د ناروغ لپاره دا سخته ده چې هر ځل له سره پیل وکړي.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ناروغان شکایت لري چې اکثره نسخې شفري، نالوستل شوې او نامعقولې دي او نه یوازې درمل پلورونکي پرې نه پوهېږي، بلکې د درملنې تسلسل هم ګډوډوي.
سربېره پر دې، د یو ډاکټر له لورې د بل ډاکټر د تشخیص او درملو ردول، د ناروغ پر اعتماد مستقیم اغېز کوي.
د محمد ایاز په نوم یو بل ناروغ وایي، ډېری ډاکټران د خپل شهرت لوړولو لپاره د اعلاناتو له لارې دروغجنې وعدې کوي، خو په عمل کې خدمات ډېر ضعیف وي. هغه وایي: «ډاکټران په اعلاناتو کې له اسمانه مارغان ښکته کوي، خو چې ورشې، نه درناوی شته، نه درملنه. خلکو ته یوازې د سوداګرو په سترګه ګوري.»
له دې سره سره، خلک وایي چې د ناروغانو سره چلند هم غېرمسلکي شوی او ناروغان د درملو، وخت او پیسو له ضیاع سره مخ دي.
د کلینیکونو ترمنځ تګ و راتګ د فزیکي ستړیا ترڅنګ رواني فشار هم زیات کړی دی.
د ننګرهار اوسېدونکي زیاتوي، چې د طالبانو سیمه ییز مسوولین د شخصي کلینیکونو او درمل پلورنځیو سمه څارنه نه کوي، نظارتي سیستم کمزوری دی او شکایتونو ته د رسېدو هېڅ باوري لاره نشته.
دغه اوسېدونکي غوښتنه لري، چې د روغتیايي خدماتو لپاره دې معیاري او شفاف سیستم رامنځته شي، نسخې دې د لوستلو وړ وي او د ناروغانو شکایتونه دې له پامه نه غورځول کېږي.
د دوی په خبره، که حالت همداسې دوام ومومي، د خلکو باور به لا کم شي، ناروغان به نور هم قرباني شي او د روغتیا سکتور به له سوداګریز رقابت سره له اصلي رسالت څخه منحرف شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په خوست ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن ‌المنکر د قانون د پلي کېدو کمېټې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته هېڅ ډاکتر باید رمزي، مبهمې او یا هم نه ‌لوستل کېدونکې نسخې ونه لیکي.
د طالبان د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پرېکړه د سیمه ییزو ولایتي ادارو او د عامې روغتیا ریاست د استازو په حضور کې شوې او همداراز ټینګار شوی، چې مبهمې نسخې نه یوازې د ناروغانو د سرګردانۍ لامل ګرځي؛ بلکې دا کار د درمل پلورونکو لپاره د ناسمو ګټو زمینه هم برابروي.
که څه هم د ۱۴۰۱ کال د تلې په میاشت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې د ډاکټرانو د رمزي او اصولو په پام کې نه نيولو سره د غېرقانوني نسخو مخه نیسي، خو د ننګرهار او خوست د اوسېدونکو ترڅنګ ډېر شمېر هېوادوال تل شکایت کوي، چې د ناروغۍ پر مهال د یوه ډاکټر نسخه پرته د هغه اړوند درملتون او یا هم نږدې درملتونه بل څوک نشي لوستلی او یاد درملتون هم درمل پر ناروغ په لوړه بیه پلوري.
یاد وزارت ټینګار کړی و، چې ټولې نسخې باید د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پېژندنه، عمده ناروغۍ، نښې او تاریخچه، توصیه شوي معاینات او نتایج او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضیح ډول ولري.

نور خبرونه

رادیو