د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په غزني کې د سلطان بند د ساتنې او څارنې چارو په پیل مراسمو کې وویل، خلک باید په افغانستان کې له اوسني حاکمیته په اطاعت سره ملاتړ وکړي.
عبداللطیف منصور زیاته کړه: «دمګړۍ په هېواد کې شرعي نظام، امنیت، اقتصادې پراختیا، قومي یووالی او د یو بل منلو فضا را منځته شوې، له همدې کبله خلک هم مسوولیت لري، چې له دغه نظام څخه په اخلاص، اطاعت او وفاداري سره ملاتړ وکړي.»
نوموړي همداراز په غزني کې د سلطان بند د ساتنې او څارنې چارو د پیل په مراسمو کې د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخو کې د سلطان بند حیاتي ارزښت ته په اشارې سره وویل، پر دغې پروژې ۱۰۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې یې هم نن"شنبه" پیل شوې.
په دغې پروژه کې د دوه نیمو مترو په اندازې سره د بند لوړوالی، د بند تر ګواښ لاندې سیمو د بیارغونې او ټینګښت، د پاورهاوس جوړونه، د اوبو وتلو پایپونو بیارغونه، د دروازو بیارغونه، د پرچاوو بیارغونه، د چک او کنټرول په موخه پر بند د سانسورونو نصبول، د بند پر محور باندې د لمریزو ګروپونو نصبول او د ساتونکو د ودانۍ جوړونه شامله ده او د یوه کال په موده کې به بشپړه شي.
د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د بند لوړوالی له ۳۵ متره څخه ۳۷ اعشاریه ۵ متره او د ذخیرې وړتیا به یې له ۹ میلیون متره مکعب اوبو ۱۳ میلیون متره مکعب اوبو ته لوړه شي، چې په ټوله کې به په سیمه کې کابو ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه هم خړوبه شي.