ګڼ نفوسه ښار؛ ښايي کابل په راتلونکو پنځو کلونو کې د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي

۷ ورځې مخکې

الجزیره وايي چې ښايي شپږ مېلیونه نفوس لرونکی کابل ښار په راتلونکو پنځو کلونو کې په بشپړ ډول بې اوبو شي. د راپور له‌مخې، که د اوبو پریمانه کارونه دوام ومومي او جدي اقدام ونه شي، د کابل د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې به تر ۲۰۳۰ پورې په بشپړه توګه وچې شي.

یادې نړۍوالې خبري شبکې د کارپوهانو په حواله خبرداری ورکړی چې د کابل د ژورو څاګانو نږدې نیمایي برخه چې د خلکو لپاره د څښاک د اوبو اصلي سرچینه بلل کېږي، دمګړۍ وچې شوې دي. د اوبو د کمښت ترڅنګ، ککړتیا هم یوه جدي ستونزه یادېږي چې تر ۸۰ سلنې د ځمکې لاندې اوبه د فاضله موادو، ارسنیک او مالګې له امله د څښلو نه دي.

کارپوهان وايي چې دا ناورین د جګړې، کمزوری مدیریت، اقلیمي بدلون او د نفوس چټکې ودې له امله رامنځته شوی دی.د کابل نفوس په ۲۰۰۱ کال کې تر یو مېلیون کم و چې دمګرۍ شاوخوا شپږو مېلیونو ته رسېدلی دی. دې سره جوخت، د بارانونو کمښت، د واورې ژر ویلې کېدل او پرله‌پسې وچکالۍ هم دا وضعیت ناوړه کړی دی.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون پخوانی استاد عاصم مایار له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي چې که بېړني اقدامات ونه شي، ښايي د کابل د وچېدو خطر رښتیا دی. هغه زیاته کړه: «دا یو داسې ناورین دی چې اوسنی حکومت [طالبان]یې په یوازې ځان نه شي اداره کولای.»

د موندنو پر بنسټ، په کابل کې تر۵۰۰ډېرد څښاک او معدني اوبو شرکتونه د ځمکې لاندې اوبو سرچینې کاروي. یوازې د الکوزي شرکت هره ورځ ۲.۵ ملیون لیټره اوبه راباسي. همداراز، په کابل کې د ترکارۍ د کرکیلې لپاره سلګونه شنې خونې فعالیت کوي چې هر کال په مېلیاردونو لیټره اوبه لګوي، په داسې حال کې چې زرګونه څاګانې په ناقانونه ډول او له څارنې پرته کېندل شوي دي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اوبو ناورین به د بې‌وزلو خلکو ژوند تر ټولو ډېر زیانمن کړي. په داسې حال کې چې شتمن خلک د ژورو څاګانو د کېندلو وس لري او بې‌وزله خلک، په ځانګړي توګه ماشومان هره ورځ ساعتونه- ساعتونه په اوبو پسې سرګردانه وي.

په کابل کې د چاپېریال ساتنې یوه بنسټ مشر عبدالهادي اڅکزي الجزیره ته وویل: «هره شپه زه ډېر ماشومان وینم چې له کوچنیو لوښو سره د اوبو په لټه کې دي. د زده‌کړې پر ځای، دوی خپل وخت په اوبو پسې سرګردانه تېروي.»

د اوبو ځینې لویې پروژې چې کولای یې شول د اوبو د دغه ناورین یوه برخه کنټرول کړي، اوس ودرول شوې دي. له لوګر نه کابل ته د اوبو لېږدولو لپاره د جرمني تمویل شوې پروژهچې دوه پر درېیمه برخه یې بشپړه شوې وه، د تېر جمهوري نظام ترپرځېدو وروسته په ټپه درېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې مرسي کورپس بنسټ راپور ورکړی و چې په کابل کې د اوبو زېرمې په تېرو ۱۰ کلونو کې د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله تر ۳۰ مترو پورې راکمې شوې دي. د دغه بنسټ په وینا، د ښار د څښاک اوبو ګڼې څاه ګانې وچې شوې او د اوبو د را اېستلو کچه د طبیعي پرتله ۴۴ مېلیونه مکعب متره ډېره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو