د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په بلوچستان صوبه کې د کوکنارو تولید زیات شوی، چې دا چاره له ترهګرۍ او د حکومت له واکه وتلو سیمو سره ژور تړاو لري. په پاکستان کې د کوکنارو پر ضد مبارزه باید د ترهګرۍ او ناامنۍ د له منځه وړلو یوه مهمه برخه وي.
زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې وړاندې یې هم په پاکستان کې د کوکنارو د تولید د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و. نوموړی وایي، دا زیاتوالی ښايي د پاکستان په ناامنه سیمو، د ترهګرۍ فعالیتونو او د حکومت له واکه وتلو سیمو سره تړاو ولري.
نوموړي خبراری ورکړی او وايي:« که دا ستونزې جلا جلا ونه څېړل شي، ښايي یو بل پیاوړي کړي او لا پراخې شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د حکومت د کمزورې واکمنۍ له امله د نامنیو او ترهګریزو برېدونو تر سیورې لاندې دی او په دغه صوبه کې د کوکنارو تولید نه یوازې اقتصادي ستونزې زیاتې کړي، بلکې د نشه یی توکو کاروبار ته یې هم زمینه برابره کړې ده.