د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې ویلي، چې د جون میاشتې له ورستیو ورځو راهیسې په پاکستان کې د اورښتونو او سېلابونو له امله د ۹۶ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰۲ کسان مړه شوي دي.
له دې ډلې ۱۲۳ کسان په پنجاب، ۴۰ په پښتونخوا، ۲۱ په سند، ۱۶ په بلوچستان او یو یو کس په اسلام اباد او جمو کشمیر کې مړه شوي دي.
د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي، د مړینې لاملونه په پراخه کچه توپیر لري،چې لږترلږه ۱۱۸ د کورونو د نړېدو له امله، ۳۰ د سیلابونو له امله او نور یې په اوبو کې د ډوبیدو، د بریښنا د ټکان او د ځمکې ښویدنې له امله مړه شوي دي.