د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به راتلونکې اوونۍ امریکا ته سفر وکړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مشرتابه تر چتر لاندې د پاکستان له خوا تنظیم شویو مهمو غونډو کې به ګډون وکړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسحاق ډار به د نړیوالې سولې لپاره د څو اړخیزو حل لارو او ډیپلوماسۍ پیاوړتیا تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د امنیت د پرانیستې بحث مشرۍ ترڅنګ د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د همکاریو د زیاتوالي پر موضوع هم د ځانګړې غونډي مشري وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اسحاق ډار به د فلسطین د قضیې د سوله ییز حل لارې په نړیوال کنفرانس کې هم ګډون وکړي.