ټي ټي پي په وزیرستان کې د احتمالي پوځي علمیاتو خبرداری ورکړی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۲

تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې په قبایلي سیمو په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د ممکنه پوځي عملیاتو پر وړاندې غبرګون ښودلی. یاده ډله وايي، د پاکستان پوځ هڅه کوي د طالبانو پرضد عملیاتو په نامه قبایلي خلک جبري کډوالۍ ته اړ باسي او سرچینې یې په واک کې واخلي.

یادې ډلې نن پنجشنبه د (د چنګاښ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پوځ هڅه کوي د طالبانو پرضد عملیاتو په نامه قبایلي خلک جبري کډوالۍ ته اړ کړي او په دې پلمه د دوی کورونه، طبیعي زیرمې او نورې سرچینې ولکه کړي.

په خبرپاڼه کې د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراسانی ادعا کړې چې د پوځ مشرتابه، په ځانګړې توګه د عاصم منیر او د امریکايي چارواکو ترمنځ له کتنې وروسته د ولکې او د شخصي قدرت د دوام لپاره د شتمنیو د کارونې هڅې ګړندۍ شوې دي.

په خبرپاڼه کې تحریک طالبان خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د ملکي خلکو ژوند ته په پام د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې عملیات ترسره کړي.

تحریک طالبان پاکستان ویلي چې د عملیاتو تمرکز به یې له ښاري سیمو دباندې پر پوځي چاوڼیو او نورو تحرکاتو وي څو ددوی په وینا، د پاکستان پوځ ته د ملکي سیمو د بمباریو پلمه په لاس ورنه شي.

د خپرپاڼې په پای کې پر خلکو هم غږ شوی چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې ودریږي او له خپلو حقونو دفاع وکړي.

د پاکستان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې د وزیرستان ولسونو هم په خپلو سیمو کې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو پر وړاندې نا رضایتي ښودلې وه.

رپوټونه وايي، چې د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان اتمانزیو قبیلې ته وخت ورکړی، چې خپل دریځ روښانه کړي او یا له طالبانو سره ودریږي او یا د پوځ ملاتړ و کړي.

د اتمانزیو قبیلې له دغه خبرداري وروسته خپله جرګه راغوښتې او د پوځي عملیاتو مخالفت یې کړی.

نور خبرونه

رادیو