د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د ملابرادر سره په لیدنه کې پر سیاسي، سوداګریزو او ډېپلوماټیکو همکاریو خبرې کړي.
طالبانو په دې لیدنه کې د انرژۍ، ترانسپورټ او مخابراتو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې.
د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزير رشید مرادوف په مشرۍ يو پلاوي د طالبانو د اقتصادي مرستيال ملا برادر سره لیدنه کړې.
دغه لیدنه په اذربایجان کې د ایکو سازمان د غونډې په څنډه کې تر سره شوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې دواړو خواوو د سیاسي، ډېپلوماټیکو، سوداګریزو او اقتصادي همکاريو او پر اوسنيو موضوعاتو بحث کړی.
په دې ناسته کې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان- هند د ټاپي پروژې د ګازو د نل لیکي، د برېښنا د لېږد او د فایبر مخابراتي شبکې پر جوړولو هم خبرې شوي.
ملا برادر د اذربایجان حکومت په رسمې بلنه د ایکو سازمان غونډې ته بلل شوی.
د ایکو سازمان غونډه نن او سبا د اذربایجان په پوزولي ښار کې ترسره کیږي. ملا برادر له غونډې یوه ورځ وړاندې د اذربایجان له لومړي وزیر سره په لېدنه کې په باکو کې د طالبانو د سفیر منلو غوښتنه هم کړې وه.