د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو له کابل سره د اقتصادي، انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او کلتوري همکاریو پراخ فرصتونه ویني، تر څنګ یې د افغانستان د نوي سفیر د اعتبار لیکونو د سپارلو پر مهال د اړیکو ژورتیا مهمه بللې.
د افغانستان نوی سفیر ګل حسن تېره ورځ مسکو ته ورسېد او نن یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو ته اعتبار لیکونه سپارلي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغې لیدنې په اړه ویلي، چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
روسي چارواکو ټینګار کړی چې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ترڅنګ، د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او بنسټیزو خدمتونو په برخو کې پراخ فرصتونه شته، چې کولی شي د دواړو هېوادونو په ګټه وي.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې د خلکو ترمنځ د دوستۍ د پیاوړتیا لپاره، د ښوونې او روزنې، کلتور او ورزش برخو کې د همکاریو ژورول ارزښت لري.
روسیه له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي له افغانستان سره د غیر سیاسي، خو ستراتیژیکو همکاریو زمینه پراخه کړي، او دا لیدنه د همدې هڅو یوه مهمه برخه بلل شوې ده.