په جون میاشت کې له ایرانه ۸۰ زره ماشومان چې نږدې ۷ زره یې بې سرپسته دي، را اېستل شوي دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۱

له ایران څخه د افغان کډوالو د ډله ییزې اېستنې په درشل کې د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال سازمان ویلي، یوازې په تېره جون میاشت کې شاوخوا ۸۰ زره ماشومان هم له ایران را اېستل شوي، چې دغه شمېر د مې میاشتې په پر تله د دوه برابره زیاتوالي ښکارندويي کوي.

د دغه سازمان په وینا، په دې سره به په افغانستان کې خدماتي سیستم لا پسې وځپل شي.
د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال سازمان په وینا، له دې ماشومانو شاوخوا ۶ زره او ۷۰۰ یې بې سرپرسته دي او ۳۹ سلنه یې بیا چې اوس ایران ته رسېدلي وو، په زوره بېرته افغانستان ته اړول شوي دي.
د ایران حکومت د روان کال د مارچ تر ۲۰مې په دغه هېواد کې مېشتو ټولو بې‌اسناده افغانانو ته د وتلو مهلت ورکړی و، چې ورپسې د راستنیدو بهیر له اپرېل راهیسې چټک شو.
له ایران څخه د افغانانو د اېستلو چټک کېدل هم د منځني ختیځ د جګړې له شدت سره تړاو لري او یوازې د جون پر ۲۶مه له ایرانه تر ۳۶ زره زیات افغان کډوال افغانستان ته اړول شوي او دغه شمېر هم د ۲۰۲۵ کال په یوه ورځ کې تر ټولو زیات شمېر ګڼل شوی او دا هر څه د اسراییل او ایران تر منځ له اوربند وروسته وشول.
په هرات کې د ماشومانو د ژغورنې کارکوونکي وايي، خلک له ورځو ورځو اوږدو سفرونو وروسته اسلام کلا بندر ته را رسول کېږي او ډېری یې هېڅ هم له ځانه سره نه لري.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان مدافع ريیسه سمیرا سېد رحمان وايي: "ډېری افغان ماشومان له ایران څخه له هېڅ شي پرته را اېستل کېږي؛ یعنې یوازې هغه توکي له ځان سره لري چې رالېږدولی یې شي. دوی ستړي، وېرېدلي او ناهیلې دي چې په داسې هېواد کې به څنګه ژوند کوي چې لا له مخکې د لوږې، بې‌وزلۍ او د مرستو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.
یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه تر یو میلیون زیات افغانان بېرته راستانه شوي دي. دا هغه یو میلیون کسان دي چې خوړو، کورونو او عاید ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې لا هم د افغانستان نیمايي نفوس مرستو ته اړتیا لري.
د روان کال یوازې په تېر جون میاشت کې له را اېستل شویو کسانو ۲ پر درېیمه برخه یې کورنۍ دي. د ماشومانو د ژغورنې سازمان په هرات کې د ماشومانو د پالنې په موخه دوه مرکزونه جوړ کړي دي.
دغه مرکزونه اوس ډک دي او هره ورځ څه باندې ۴۰۰ نور ماشومان هم را اړول کېږي.
په افغانسان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان د ماشومانو د ساتنې مسوول حمید وايي: "د ماشومانو او کورنیو لپاره وضعیت ښه نه دی. دوی تر لمر لاندې پرته له کوم سیوري او یا سرپناه ناست دي. ځینې کورنۍ دلته تر دوو شپو پاتې کېږي. دوی کافي خواړه نه لري، ډېر ستړي او اندېښمن دي. په ایران کې یې ماشومان ښوونځي ته تلل؛ خو اوس له ناڅاپي بې‌نظمۍ سره مخ دي. ځینې خواشیني دي ځکه چې د دوی وروڼه یا خويندې لا هم په ایران کې پاتې دي."
افغانستان تر دې مخکې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر یعنې شاوخوا ۴ میلیونه داخلي بې ځایه شوي درلودل او داسې پتېیل کېږي، چې سږکال به دغه شمېر لا ډېر شي؛ ځکه پاکستان او ایران د افغانانو اېستلو ته ملا تړلې ده.
په افغانستان کې شاوخوا هر پنځم ماشوم د سختې لوږې له ګواښ سره مخ دی او د نړۍوالو مرستو کمښت د خوراکي توکو پر وېش منفي اغېز کړی دی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان له ۱۹۷۶ راهیسې په افغانستان کې په هر ډول شرایطو لکه جګړو او طبیعي پېښو پر مهال د ماشومانو له حقونو د ملاتړ په برخو کې کار کوي.
دغه سازمان په ۱۰ ولایتونو کې فعال دی او له خپلو شریکانو سره په ۱۱ نورو ولایتونو کې د ماشومانو د روغتیا، تغذیې، تعلیم، سرپناه او د اوبو د برابرولو او ورته نورو برخو کې کار کوي.

نور خبرونه

رادیو