ډنمارک اعلان کړی، چې تر دې وروسته ښځې هم د جبري عسکري خدمت لاندې راځي.
دا اقدام د دې هېواد د هغه هڅو یوه برخه ده، چې غواړي په اروپا کې د زياتېدونکو امنیتي ترینګلتیاو له کبله نور سرتېری جذب او خپله دفاعي وړتيا پياوړې کړي
رویټرز خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) راپور ورکړ، چې د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې د ډنمارک پارلمان د تصویب شوي قانون له مخې، ټولې هغه ښځې چې ۱۸ کلنۍ ته رسېږي، د ۲۰۲۵ کال د جولای مياشتي له لومړۍ نېټې څخه به د پوځي خدمت لپاره نوم لیکنه وکړي.
په راپور کې ویل شوي، چې دغه پروسه مخکې په دې هېواد کې یوازې د نارینه وو لپاره پلي کېده.
په ډنمارک کې لومړی خلک رضاکارانه د پوځ خدمت لپاره نوم لیکنه کوي او که اړتیا پیدا شي نور سرتېري د قرعه کشي له لارې ټاکل کېږي.