په بامیان ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره ځانګړی بازار جوړ شو

۳ ورځې مخکې

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښځو د لاسي صنایعو د پېر او پلور لپاره د ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت یو ځانکړی بازار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه بازار لګښت د سیمه‌ییزو خلکو او د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ښاروالۍ له لوري ورکړل شوی دی.

د دغه ولایت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه بازار ۶۰ هټۍ لري او تر دې وروسته به په‌کې ښځینه متشبثې خپل لاسي صنایع خرڅلاو ته کېږدي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي د یاد بازار د پرانېستې پر مهال وویل، سیمه‌ییزه اداره ژمنه ده چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځینه سوداګرو لپاره د کاروبار د ودې او پراختیا زمینه برابره کړي.
تر دې مخکې په بامیان کې د بندامیر د لارې په اوږدو او شاوخوا کې ښځینه متشبثو لاسي صنایع پر سېلانیانو او په ځانګړې توګه پر ښځینه سېلانیانو پلورل؛ خو بند امیر ته د ښځینه سېلانیانو پر ورتګ له بندیز وروسته ډېری ښځې له خپل کاروباره لاس په سر شوې.

نور خبرونه

رادیو