له ایرانه په ډلهییز ډول د سلګونه زره افغان کډوالو اېستنې د یو شمېر اړوندو نړۍوالو بنسټونو اندېښنې راپارولي؛ ځکه په وینا یې طالبان په سمه توګه د دومره زیاتو راستنېدونکو کډوالو د سمبالولو وړتیا نه لري.
په تهران کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی سټیفان پرایزنر وايي، د ایران او اسراییل تر منځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختیایي مرستو بودیجه باید دوه برابره شي.
د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، دمګړۍ په ایران کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغان کډوال شپې او ورځې تېروي؛ خو اوس چې ایران د افغانانو د اېستنې بهیر چټک کړی؛ نو ملګري ملتونه هم نورو اضافي مرستو ته اړتیا لري.
پریزنر په جنیوا کې په یوې خبري غونډه کې وویل: "موږ اوس د ۲۰۲۵ کال لپاره بودیجه جوړوو. دا د پام وړ زیاتوالی دی. دا لا یو څه وختي ده چې ووایو موږ څومره اړتیا لرو؛ خو موږ تمه لرو چې دغه مرستې دوه برابره شي."
پرایزنر که څه هم په څرګنده توګه د افغان کډوالو د زیاتوالي پر مسالې تمرکز ونه کړ؛ خو ملګري ملتونه او نور سازمانونه لکه د ناروې د کډوالو شورا له دغو میلیونونو کډوالو د ملاتړ په برخه کې مهم رول لري.
په ایران کې تېر کال د ملګرو ملتونو د پرمختیايي او بشري مرستو د بودیجې کچه ۷۵ میلیونه ډالره وه او شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالره یې د کډوالو لپاره او پاتې ۲۵ میلیونه یې بیا د پرمختیايي چارو لپاره ځانګړي شوي و.
ایران پخوا هم په نړۍواله کچه د ډېرو کډوالو کوربه وو او ډېری یې هم افغانان وو او کله چې ایران په ډلهییز ډول د بې اسناده افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړ؛ نو ورسره بشري مرستو ته هم اړتیا ډېره شوه.
پرایزنر هیله څرګنده کړې، چې بشري مرستې او پرمختیایي چارې باید له نورو سیاسي مسایلو لکه بندیزونو څخه جلا وګڼل شي او دا حالت باید نړۍوالې ټولنې ته زنګ وي، چې خپل ملاتړ زیات کړي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د ایران حکومت د عامې روغتیا، ټولنیز-اقتصادي انعطاف، چاپېریال ساتنې، د ناورین کمولو او مدیریت او د نشه يي توکو کنټرول پوښښ لپاره د پنځه کلن پروګرام په اړه موافقه وکړه.
ملګري ملتونه اوس له تهران سره په دې اړه خبرې کوي، چې څنګه له جګړې وروسته د راپورته کېدونکو اړتیاو پوره کولو لپاره پروګرام تطبیق کړي.
د ویلو ده، چې دمګړی ملګري ملتونه په ایران کې د بشري چارو لپاره ۵۰ نړۍوال کارکوونکي او شاوخوا ۵۰۰ سیمه ییز کارکوونکي لري.
له دې سره، له ایرانه اېستل شوي افغانان دمګړی په ډېر سخت حالت کې دي او له سیمه ییزو چارواکو سربېره له نړۍوالو بشرپاله بنسټونو غواړي، چې په دې سخت وضعیت کې یې لاسنیوی وکړي.