له ایرانه په بې درېغه او بې ساري ډول د افغان کډوالو د اېستنې په درشل کې د ځینو کارخونو مالکین د افغانانو د حقوقو او همداراز د هغو کورونو مالکین چې خپل کورونه یې افغانانو ته په ګرو ورکړي، د ګروي پیسو له ورکړې ډډه کوي.
یاد ایرانیان د افغان کډوالو د حقوقو او ګروي پیسو له نه ورکړې سربېره افغان کډوال ګواښي، چې د جاسوس په تور به یې پولیسو ته په لاس ورکړي.
ایراني چارواکو او پولیسو په دې تړاو لا تر اوسه هېڅ هم نه دي کړي.
له دې سره سم، یو شمېر ایرانیانو د اېستل کېدونکو افغان کډوالو له حقونو د ملاتړ کمپاین پیل کړی دی.
دوی د همدې مسایلو په تړاو خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کړې او د کارخونو او همداراز د هغو کورونو له مالکینو چې خپل جایدادونه یې افغانانو ته په ګروي ورکړي، غوښتي چې د انساني اصولو له مخې د یادو اېستل کېدونکو افغانانو حقوق او پیسې ورکړي.
د دغه کمپاین غړو په خواله رسنیو کې د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې د ایران له دولته غوښتي، چې د دغه ډول ایرانیانو مخه ونیسي او د بشري حقونو ته د درناوي لپاره لږ تر لږه د هغوی حقوق او پاتې پیسې ورکړي.
ویل کېږي، چې تر اوسه له دغه کمپاین سره شاوخوا ۱۳ زره کسان یو ځای شوي دي.
په ورته وخت کې په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې له ایرانه یو شمېر را اېستل شوي افغانان هم وايي، ایرانیانو د دوی د پاسپورټونو په څېرلو سره له هغوی پیسې او موبایلونه هم اخیستي او همداراز یې ګواښلي، چې د غږ په پورته کولو سره به د جاسوسۍ په تور پولیسو ته معرفي کړي.
طالبانو لا تر اوسه د دغه وضعیت د مهارولو لپاره هېڅ هم نه دي کړي.