سور صلیب: افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو ښځو او نجونو د ژوند وضعیت د اندېښنې وړ دی

پرون

د سره صلیب او هلال احمر نړۍوال فډراسیون د افغانستان او ایران ترمنځ د پراخې راستنېدنې له امله د نړۍوالې ټولنې د بېړني او پراخ ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دغه فډراسیون په یوې اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې زرګونه افغانان د کور، کار او اساسي خدماتو له نشتوالي سره بېرته هېواد ته ستنېږي.

په اعلامیه کې د سره صلیب د مشر الیګزاندر ماتیو له قوله ویل شوي: «لکه څنګه چې سلګونه زره افغانان له هېڅ شي پرته راستانه کېږي، بې کور، بې دندې او بې ملاتړه نو اړینه ده چې حکومتونه، تمویل‌وونکي او خیریه ادارې فعاله ونډه واخلي او پراخ ملاتړ برابر کړي.»

هغه زیاتوي، چې افغانستان له وړاندې له ګڼو بشري ستونزو سره مخ و او دې حالت نور هم اغېزمن کړی دی.

نوموړی وایي: «اوسنی وضعیت د نه زغملو وړ دی. د راستانه شویو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او تمه ده، چې دا به لا هم زیات شي. دا هغه وخت دی چې نړۍواله ټولنه باید یو موټی شي.»

د افغان سره صلیب ټولنه چې د سره صلیب ملګرتیا کوي وایي، چې د دوی غړي د لومړنۍ روغتیا، عاجلو خدماتو او خوارځواکۍ درملنې لپاره هلې ځلې کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې سرپرست شهاب‌الدین دلاور ویلي: «راستانه کېدونکي له نه حلېدونکو ننګونو سره مخ دي، ماشومان له تعلیم، ښځې له خوندیتوب او ټولنې له کار او عاید پرته پاتې دي. دا وضعیت د ټول هېواد پر ثبات او راتلونکې منفي اغېز لري.»

د سره صلیب د شمېرو له مخې، له ایران څخه زرګونه افغانان په ورځني ډول راستانه کېږي، چې ډېری یې د قانوني اسنادو، د اوسېدو ځای او اساسي ژوند امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

د سره صلیب د مرستو د تمویل لپاره نوی بېړنی غږ هم خپور شوی، څو د راستانه شویو کورنیو لپاره اوږدمهاله، باثباته او باعزته شرایط برابر کړي. دا مرسته به د خوراک، سرپناه، روغتیايي خدماتو او د ژوند د بیا رغورنې لپاره وکارول شي.

په وروستیو میاشتو کې پاکستان او ایران په ګډه د افغان کډوالو د جبري اېستلو پراخ کمپاینونه پیل کړي، چې له امله یې زرګونه افغانان له خپلو کورنیو، کارونو او د ژوند له شرایطو بې برخې او په بې‌رحمانه ډول افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې سلګونه زره افغان کډوال په جبري توګه له پاکستان او ایران څخه و اېستل شول. دغه اقدام د نړۍوالو سازمانونو او بشري حقونو ادارو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

د افغانستان د بشري وضعیت نازک والی لا نور هم زیات شوی، ځکه چې له دې زیاتېدونکي شمېر راستانه شویو کسانو لپاره هېڅ مناسب سرپناه، روغتیايي خدمتونه، خوراکي مواد او د ژوند ابتدایي اسانتیاوې نشته.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسیون (UNHCR) او د نړۍوال کډوالو سازمان (IOM) د جبري اېستلو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی، چې افغان کډوال باید په رضاکارانه، خوندي او له عزته ډک حالت کې خپل هېواد ته ستانه شي.

په ټولییز ډول د پاکستان او ایران د افغان کډوالو جبري اېستلو لړۍ د افغانستان په بشري ناورین کې لا زیات ژوروالی راوستی دی او نړۍواله ټولنه اړتیا لري، چې په ګډه او ژر اقدام وکړي ترڅو د دې بېوزلو او بې ځایه شویو خلکو ژوند خوندي کړي او د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت ګامونه واخلي.

نور خبرونه

رادیو