د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د نوې ارزونې له مخې، طالبانو تر دې دمه له ۸۰ زیات رسمي فرمانونه، لارښوونې او احکام صادر کړي، چې د ښځو بشري حقونه او فردي ازادۍ یې په مستقیم ډول او تنظیم شوې بڼه په نښه کړي دي.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله دې فرمانونو د ښځو او نجونو د ژوند بېلابېل برخې اغېزمنې کړي دي. له شپږم ټولګي وروسته د نجونو پر زدهکړو بندیز، په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز، له شرعي محرم پرته د سفر مخنیوی، د جامو او حجاب په برخه کې سخت محدودیتونه او له پارکونو، ورزشي سالونونو، عامه حمامونو، کتابتونونو او پوهنتونونو څخه د ښځو بشپړ منعه کیدل د دغو فرمانونو برخې دي.
په راپور کې راغلي، نه یوازې دا چې ښځې له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند څخه محوه شوي، بلکې د طالبانو د واکمنۍ په جوړښت کې هم هېڅ رول نه لري. دا مهال، د دغه ډلې په حکومت کې هېڅ ښځه په کابینه یا ولایتي دفترونو کې نشته او شاوخوا ۸۰ سلنه ځوانې ښځې له زدهکړو، کار یا مسلکي روزنو څخه بې برخې پاتې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې دا تګلارې نه یوازې د ښځو بسنټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې افغان ټولنه هم له ستر خطر سره مخ کوي. د دې ادارې شنونکي وايي، که دغه بندیزونه دوام پیدا کړي، فقر به زیات شي، د زدهکړو کچه به راټیټه شي او د ښځو پر وړاندې به جوړښتي تاوتریخوالی لا ډېر شي.
راپور کاږي، سره له دې چې فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي، خو افغان ښځې لا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. ځینې ښځې د وړو اقتصادي نوښتونو، پټو ښوونیزو فعالیتونو او رسنیزو هڅو له لارې د خپل غږ پورته کولو هڅه کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او د هغوی د اساسي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره سیاسي، اقتصادي او ډېپلوماتیک ګامونه واخلي.