د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په چنګاښ میاشت کې ۳۱۲ زره او ۳۶۹ مټریک ټنه بېلابېل توکي لیږدول شوي دي.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې دغه توکي د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ بندرونو او د هرات ولایت د خواب پټلۍ له لارې لیږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د لیږدول شویو توکو له ډلې ۴۸۸۹ ټنه صادرات دي چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي. دا مهال په افغانستان کې تر ۲۳۰ کیلومټره پورې د وسپنې پټلې لاره فعاله ده چې د توکو د لیږد رالیږد لپاره ترې ګټه اخېستل کیږي.