ټرمپ: که ایران وښيي چې د سولې په لټه کې دی، نو بندیزونه به لرې کړم

۵ ورځې مخکې

د امریکا ولسمشر وایي، که ایران ښه نیت ولري نو دی د تهران د بندیزونو د لغوه کولو لپاره چمتو دی.
ټرمپ له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې وویل: «موږ بندیزونه لګولي دي، خو که ایران سم کار وکړي، د سولې نیت ولري او موږ ته وښيي چې نور د زیان رسولو اراده نه لري، نو بندیزونه لرې کوم.»

د ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوې دي، چې هغه په وروستیو ورځو کې د ایران د حکومت د بندیزونو د لرې کولو په اړه ضد و نقیض دریځونه نیولي دي.
د ایران او اسراییل تر منځ د اوربند له ټینګېدو وروسته د امریکا ولسمشر د چنګاښ په درېیمه نېټه په تروث سوشال ټولنیزه شبکه کې په یوه لیکنه کې ولیکل: «چین اوس کولی شي د ایران له خوا د نفت پېرلو ته دوام ورکړي.»
له دې سره، ټرمپ د چنګاښ په شپږمه اعلان وکړ چې د ایران د مشر علي خامنه‌يي له لوري د اسراییل پر وړاندې د «بریا» په اړه له خپور شوي ویډیويي پیغام وروسته یې د تهران د بندیزونو د لرې کولو لپاره هر ډول هڅې درولې دي.

نور خبرونه

رادیو