د روسیې اندېښنو ته د طالبانو غبرګون؛ داعش ډله په افغانستان کې ځای نه لري

۵ ورځې مخکې

د داعش ډلې د حضور په اړه د روسي چارواکو تر اندېښنو له څرګندولو وروسته، د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او هېڅ ډول فعالیت نه ‌لري.

فطرت د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ته په خبرو کې وویل: «د داعش تحرکات په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوي او دا ډله په افغانستان کې فعالیت نه لري».

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي یوري کوکوف ویلي، مسکو د داعش د پلانونو له امله اندېښنه لري. نوموړي ادعا کړې چې یاده ډله هڅه کوي له افغانستان نه د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته ځانونه ورسوي.

سره له دې چې روسیه او یو شمېر سیمه‌ییز هېوادونه له طالبانو سره د ډېپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو هڅې کوي، لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو، وسله‌والو افراطي ډلو او د وسلو د قاچاق په اړه ژورې اندېښنې لري.

نور خبرونه

رادیو