د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د چنګاښ په ۸مه د دې هېواد د داخلي امنیت د سازمان (شینبټ) له یوه مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل: «پر ایران زمونږ عملیاتو ډېر فرصتونه رامنځته کړي، چې پراخ سیمهییز فرصتونه هم پکې شامل دي.»
هغه ټینګار وکړ: "تر هر څه لومړی باید یرغمل شوي کسان خوشې کړو. البته د غزې موضوع هم باید حل شي او حماس ته ماته ورکړو، خو زه باور لرم چې دواړه هدفونه به ترلاسه کړو."
د اسراییل لومړي وزیر په دې لیدنه کې د شینبټ له سرپرست مشر سره چې په مستعار نوم «اېس» معرفي شوی، هم کتنه وکړه.
د «اېس» په وینا، شینبټ د ایران د اټومي پروګرام پر ضد د وروستیو عملیاتو پر مهال په اوسط ډول هره ورځ د ایران له خوا د اسراییل دننه د بریدونو د رهبري دوه مهمې هڅې شنډې کړې دي.
په عین وخت کې، نتنیاهو د وزیرانو شورا غونډه د بیرشبع ښار په سوېلي قومندانۍ کې چې د اسراییلي پوځ مرکز دی، جوړه کړه.