طالبان وايي په تېر کال کې له کورنۍ بودیجې څخه یو زرو او ۲۴۳ بېلابېلې پروژې پلې شوي

۶ ورځې مخکې

د طالبانو اقتصاد وزارت ویاند وايي، په تېر کال کې له کورنۍ بودیجې څخه یو زر او ۲۴۳ بېلابېلې پروژې پلې شوي دي.

عبدالرحمان حبیب وايي چې په دې پروژو کې ۳۷۰ اساسي پروژې او ۸۳۷ فرعي پروژې شاملي دي او همدرنګه تېر کال کورني ناخلص تولید ۲ اعشاریه ۷ سلنه وده درلوده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب د دې ډلې تر واک لاندې ملي تلویزیون ته ویلي، چې د بشري ملاتړ په موخه، په تېر کال کې له بهرنیو همکارو موسسو سره په ګډه د بشري مرستو او اقلیمي بدلون له اغېزو ځپلو خلکو سره شاوخوا ۶۳۱ پروژې پلي شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې تېر کال کورنیو موسسو او بنسټونو یو زرو ۱۷ پروژې عملي کړې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي چې دا ډول پروژې د اقتصاد او کرنې برخې ته زیات ګټورې دي او دا باید ادامه پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، که څه هم طالبان ادعا کوي چې زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې خو په دې وروستیو کې د افغانانو نیوکې دا دي، چې اقلیمي بدلونونو او د کار نشتوالي یې ژوند سخت کړی دی.

نور خبرونه

رادیو