مسکو وایي چې په افغانستان کې د داعـش خراسان د پلانونو له امله جدي اندېښنه لري او دا ډله غواړي چې له همدې لارې څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ځان ورسوي. د روسیې امنیت شورا مرستیال منشي یوري کوکوف تازه په دې تړاو اندېښنه ښودلې.
نوموړي له د روسیسکایا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «د داعش نړۍوالې ترهګرې ډلې پلویان په دې هڅه کې دي چې ترهګري د منځنۍ اسیا هېوادونو ته او بیا روسیې ته وغځوي. دا یوه جدي اندېښنه ده».
نوموړي افغانستان لا هم د بېثباتۍ او ګواښ سرچینه بللې ده. هغه زیاته کړې: «په سیمه کې د سختدریځو اسلامي ډلو د نفوذ د پراخېدو او د دوی د پیاوړتیا خطر ډېر شوی، په ځانګړي ډول په تاجکستان او ازبکستان کې».
له دې وړاندې، د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف هم خبرداری ورکړی و چې د افغانستان دوامداره بېثباتي د شانګهای د همکاریو سازمان په سیمه کې د سرحدي جرمونو او ترهګرۍ لویه سرچینه ده.
سره له دې چې روسیه او د سیمې ډېری هېوادونه له طالبانو سره ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو لا هم د خپلو پولو د امنیت او له افغانستان څخه د افراطي ډلو او وسلو د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنه لري. د همدې اندېښنو له امله، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د ګډ امنیت تړون سازمان په تاجکستان کې څو پوځي تمرینونه ترسره کړي دي. دغه سازمان بیا-بیا خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د افراطي وسلهوالو د نفوذ خطر شته.
په همدې تړاو، د روسیې د فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف، سږ کال د غبرګولي میاشتې په یوه ناسته کې چې د منځنۍ اسیا د لوړپوړو امنیتي چارواکو په حضور کې په مسکو کې جوړه شوې وه، وویل چې د داعش او د دې ډلې د څانګو فعالیتونه په افغانستان کې ډېر شوي دي. د هغه په وینا، نړۍوالې ترهګرې ډلې پر هغو وسلهوالو حساب کوي چې په افغانستان او سوریه کې فعال دي.
د روسیې د دفاع وزیر، اندري بلوسوف، دا هم ویلي چې تر ۲۰ زیاتې افراطي ډلې چې شمېر یې تر ۱۵ زرو جنګیالیو ته رسېږي، په افغانستان کې فعالیت لري او دا ډلې هڅه کوي چې د دې هېواد له لارې ګاونډیو او نورو سیمو ته نفوذ وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ۱۴۰۳ کال د کب په میاشت کې د تاجکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې ټینګار کړی و چې د افغانستان له خاورې راولاړېدونکي ګواښونه د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره خطرناک دي او روسیه نهشي کولی دا ګواښونه له پامه وغورځوي.