ځانمرګي برید؛ شمالي وزیرستان کې د وژل‌ شویو پاکستاني پوځیانو شمېر ۱۳ کسانو ته لوړ شو

۴۰ دقيقې مخکې

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د خېبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د یوه ځان‌مرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

اسوشیټېډپرېس شنبه (جون ۲۸مه) د یوه پاکستاني پوځي چارواکي په حواله زیاته کړې چې په دغه برید کې ۱۹ ملکیان هم ټپیان شوي دي. دا برید د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان شوی دی.

بل‌خوا، د یادې سیمې ځايي خبریالان وايي چې په دغه ځان‌مرګي برید کې ۱۴ پاکستاني پوځيان وژل او ۱۴ نور ټپیان دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي اړوند حافظ ګل بهادر ډلې په یوه بیان کې د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان د دغه ځان‌مرګي برید مسوولیت منلی دی.

دې ډلې د لسګونو پوځيانو د وژنې سربېره د یوه زغروال ټانګ او نورو پوځي تجهیزاتو د له‌منځه تلو ادعا کړې ده. په بیان کې ویل شوي چې دا برید یې په شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځ له‌خوا د ماشومانو د وژل کېدو پېښې په غبرګون کې د غچ‌اخیستنې په موخه کړی دی.

د‌پاکستان حکومت او پوځ لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو