‏ورښتونه او سېلابونه؛ د ننګرهار په لعلپورې کې پنځه سوه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې

۴۰ دقيقې مخکې

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي وايي چې د دغه ولایت دلعلپورې ولسوالۍ په ګلډاګ، ګرداوې، شاکوټي، چکنور او نورو سيمو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله پنځه سوه جريبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د دې ورښتونو او سېلابونو په ترڅ کې د جوارو، مرچکو او نورو ترکاریو کروندې زيانمنې شوي او بزګرانو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

‏په ننکرهار کې د طالبانو ولایت مقام د رسنیو دفتر په خپاره شوي بیان کې راغلي چې په دې ولسوالۍ کې يو شمېر استنادي دېوالونه او فرعي سړکونه هم تخريب شوي دي.

طالبانو له مرسته‌رسوونکو ادارو او خيريه بنسټونو نه غوښتي چې د بيارغونې او بزګرانو سره د مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د سختو توپانونو، ورښتونو او سېلابونه له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو