د ایستلو له ګواښ سره مخ افغانان؛ امریکا باید کډوالو سره په خپلو ژمنو ودرېږي

پرون

د جان هریسن په نوم یوه متقاعد امریکايي ډاکټر په متحده ایالاتونو کې د افغان کډوالو کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له حکومت نه یې غوښتي چې له دې کورنیو سره پر کړو ژمنو ودرېږي.

د مقالې لیکوال وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، یو شمېر هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، له خپلو کورنیو سره امریکا ته لېږدول شوي دي.د هغه په ​​وینا، دا خلک له امریکایي ځواکونو سره د صادقانه کار او خدمت له امله د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) په ترلاسه کولو سره د مرګ له خطر نه ژغورل شوي او دا مهال په امریکا کې ژوند کوي.

نوموړي امریکايي ډاکټر ویلي چې په تېروشاوخوا درېیو کلونو کې په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو کورنیو دندې موندلي، ماشومان یې ښوونځيو ته تللي او انګلیسي ژبه یې زده کړې ده.هغه زیاته کړې چې افغان ځوانان په دغه هېواد کې پوهنتونونو ته ځي او د خپلو زده‌کړو تر څنګ نیمه ورځ دندې هم لري.

جان هریسن وايي چې دې کورنیو د افغانستان پرېښودو او په بېړني حالت او اندېښنې سره متحده ایالاتو ته د لېږدولو پر مهال له خپلو کورنیو سره ان د خدای پاماني کولو فرصت هم نه درلود. د هغه په ​​وینا، امریکا ته تللیو افغانانو په پوځي کمپونو کې سختې ورځې تېرې کړې، خو د ټولو ننګونو سره سره، دوی وکولای شول چې یو نوی ژوند پیل کړي.

هغه ټینګار کړی چې دا کورنۍ په امریکا کې ازادۍ، د نجونو زده‌کړو، کار او ژوند ته ارزښت ورکوي، خو دا مهال هغوی د ایستلو له ګواښ ته اندېښمن دي. د یاد ډاکټر په وینا، د امریکا حکومت باید له دې خلکو سره خپلې کړې ژمنې پوره او د هغوی ملاتړ وکړي.

د مقالې لیکوال زیاته کړې چې افغان کډوال لاهم په افغانستان کې د خپلو پاتې کورنیو غړو له لیدلو نه محروم دي، خو بیا هم هغوی په امریکا کې له شته فرصتونو خوښ او منندوی دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یا د ټي‌پي‌اېس موده به د ۲۰۲۵ کال د جولای پر۱۴مه پای ته ورسېږي. د دغه وزارت په وینا، د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي. دې پرېکړې زرګونه هغه افغانان چې په متحده‌ایالاتونو کې ژوند کوي، د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

نور خبرونه

رادیو