طالبان: افغانستان په ۱۳۰ برخو کې د بشپړې او ۱۰۰ سلنه نیمه ځان‌بسیانې ته رسېدلی

۴۲ دقيقې مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو معاونیت ادعا کړې چې افغانستان اوس مهال په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او په ۱۰۰سلنه ځان‌بسیانې ته رسېدلی دی. د دغه دفتر په وینا، په ټول هېواد کې شپږ زره فابریکې په رسمي ډول فعالیت کوي.

نوموړي دفتر شنبه (چنګاښ ۷مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې د دې کارخونو ۷۵ سلنه تولیدات د ترکاري او مېوې پروسس، غوړو، مالګې، درملو، اوسپنې، سیمېنټو، فولادو، کیمیاوي موادو او نورو اړینو توکو په برخه کې دي. همداراز، په دغو فابریکو کې شاوخوا ۱۳۵ زره افغانان کار کوي.
د کارخونو لپاره د مصرفي توکو د قاچاق مخنیوی، د هغو وارداتي توکو پر وارداتو تعرفه لوړېدل چې کور دننه یې تولید شونی دی، کورني صنعت ته د اړتیا وړ خامو موادو برابرېدل، د صنعتکارانو ته د خامو موادو، ماشین الاتو، برېښنايي وسایلو او اړینو تجهیزاتو د وارداتو په برخه کې تعرفوي اسانتیاوې او ځینو نور اقدامات، طالبان صنعتي فابریکو ته رامنځته شوې اسانتیاوې بولي.

د طالبانو په وینا، یاد اقدامات د کورنیو تولیداتو د ودې، د وارداتو د کمېدو او د صنعتي ځان‌بسیانې پر لور د هېواد د حرکت مهم ګامونه بلل کېږي.

طالبان دا ادعا داسې مهال کوي چې په هېواد کې تر بل هر وخت بې‌کاري ډېره شوې او هېوادوال له یوه ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي.

څو ورځې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و چې د خوړو خوندیتوب وضعیت د نسبي ښه‌والي سربېره، په افغانستان کې تر ۹.۵ مېلیونو ډېر خلک لاهم د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

د دغه سازمان د وروستۍ ارزونې پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له مې تر اکټوبر پورې د افغانستان شاوخوا ۲۱ سلنه نفوس چې ۹.۵ مېلیونه وګړي کېږي، په بحراني یا ډېر ناوړه وضعیت کې دي. له دې جملې نه ۱.۶ مېلیونه خلک په بېړني وضعیت کې او نږدې ۸ مېلیونه نور بیا ډېر ناوړه وضعیت کې دي.

نور خبرونه

رادیو