د امریکا د کانګرس غړی: افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره پر خوندي پناه‌ ځای بدل شوی

۲ ورځې مخکې

د امریکا د کانګرس غړي بېل هویزینګا خبرداری ورکړی چې افغانستان یو وار بیا د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي ځای بدل شوی او دا کولای شي د سیمې او ان تر هغې هاخوا امنیت ته وګواښي.

د نیوز اېکس د راپور پر بنسټ، هویزینګا دا څرګندونې جمعه (د جون ۲۷مه) د سوېلي او مرکزي اسیا د امنیتي وضعیت د ارزونې په یوې رسمي غونډه کې مطرح کړې دي.

هغه وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو د سيمې امنيتي توازن بدل کړی او د داعش-خراسان او تحريک طالبان پاکستان په څېر ترهګرې ډلې یو وار بیا فعالې شوې دي.

د امریکا د کانګرس غړي همدا راز یادونه کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش-خراسان په ترسره شوي ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ ملکي وګړي وژل شوي وو. هغه وايي چې د نوموړي د ټاکنیزې حوزې یو اوسېدونکی هم په دې برید کې ټپي شوی و.

د امریکا د کانګریس بېل هویزینګا زیاته کړې چې داعش وسله‌والې ډلې اوس ډېرې وړتیاوې ترلاسه کړې دي او په ډېرې اسانه سره کولای شي ملکیان او همدا راز طالب چارواکي په نښه کړي.

هغه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د امریکا او پاکستان وروستۍ همکارۍ ته په اشارې خبرداری ورکری چې پاکستان لاهم له پراخې بې‌ثباتۍ او تاوتریخوالي سره مخ دی.
‌ د هغه په وینا، ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې یو له ډېرو تاوتریخوالي ډکو کلونو نه و چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌پي‌پي) او بلوڅ ازادي غوښتوکو په څېر ډلو ګڼ شمېر بریدونه ترسره کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امریکايي چارواکو په وار-وار خبرداری ورکړی چې افغانستان د «القاعده، داعش-خراسان او ټي‌ټي‌پي» په ګډون د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي هېواد بدل شوی، خو طالب چارواکي بیا دا ادعاوې ردوي او بې‌ بنسټه یې بولي.

نور خبرونه

رادیو