د امریکا سنا مجلس له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کورني سیاست پر پراخې قانونمسودې رسمي بحث ته چمتو شوی دی.
دا قانون چې ټرمپ یې «لوی او ښکلی قانون» بولي، له اقتصادي پروګرامونو نیولې تر فډرالي لګښتونو پورې ګڼې برخې پکې شاملې دي.
د سنا منشيانو د قانونمسودې بشپړ متن ولوست او اوس سناتوران د دې لایحې د مالي لګښتونو په محاسبه کې د راپورته شویو اعتراضونو ارزونه کوي، دا اعتراضونه ډېری د ډیموکراټانو له خوا مطرح شوي دي.
ټاکل شوې چې ډېر ژر د دې لایحې پر سر رسمي بحث پیل شي.
د قواعدو له مخې، دواړو ګوندونو ته لس لس ساعته بحثي وخت ورکړل شوی، خو تمه ده چې ډېموکراټان به خپل ټول وخت وکاروي، په داسې حال کې چې جمهوريپال سناتوران ښايي لږ وخت ونیسي.
له بحث وروسته سناتوران په لسګونو تعدیلاتو رایې ورکوي او دا کار ممکن څو ساعته وخت ونیسي، نو له همدې امله سنا ته یوې اوږدې او شپهنۍ ناستې تمه کېږي.
که څه هم دا قانون د ټرمپ د کورني سیاست لپاره یوه مهمه طرحه بلل کېږي، خو د لګښتونو، اغېزو او محتوا په اړه یې لا هم سیاسي مخالفتونه روان دي او دا څرګنده نه ده، چې وروستۍ پایله به د چا په ګټه تمامه شي.