ځانګړی

د ایران او اسراییل ترمنځ له اوربند وروسته د تاریاکو بیې بېرته لوړې شوې

۲ ورځې مخکې

نن د نشه‌يي توکو له ناوړه کارونې او قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کاروباریان وايي چې د طالبانو له خوا د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه فریبي او درغجنه ده او پخپله د دې ډلې مشران د کوکنارو په کر، پروسس او قاچاق کې ښکېل دي.

له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په مرکو کې ګڼو قاچاق وړونکو او سرچینو ویلي چې طالب مشران، له سیمه‌يیزو قوماندانانو تر وزیرانو پورې، د نشه‌يي توکو په پراخ کاروبار کې ښکیل دي.

په سنګین ولسوالۍ کې یوه قاچاق وړونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: «طالب معنا قاچاقبر او قاچاقبر معنا طالب، دا سره لازم و ملزوم دي. د طالب له همکارۍ پرته څوک یوه زړي کر یا قاچاق ته زړه نه شي ښه کولی. اکثره کارخانې د طالبانو دي، تر سرحده انتقالات هم دوی کوي».

په هلمند کې د کوکنارو کر او نشه‌يي توکو بازارونه

قاچاقبران وايي چې د هلمند، کندهار، روزګان، ننګرهار او بدخشان ولایتونو په ګډون، په یو شمېر سیمو کې هر کال تر درې فصله کوکنار کرل کېږي. د دوی په وینا، طالب چارواکي نه یوازې دا کرکیله ننداره کوي، بلکې د دې پروسې مشري هم کوي.

د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې، "خټګی" بازار د نشه‌يي توکو له لویو بازارونو شمېرل کېږي. دلته نشه‌يي توکي له موسی کلا، باغران، سنګین، روزګان، چهارچینې او دهراود ولسوالیو راځي. همداراز د واشیر ولسوالۍ شاه پشتي، د ګندم ریز بازار او د سنګین بازارونه هم د نشه‌يي توکو د لویو اډو په توګه یادیږي.

قاچاقبران وايي چې د نشه‌يي توکو د پروسس لویې کارخونې د هلمند سنګین، موسی کلا، کجکي، د فراه بکوا، د کندهار میوند، او د نیمروز په یو شمېر ولسوالیو کې فعالې دي. د دوی په وینا، له بدخشان، ننګرهار، روزګان او کندهار څخه مایع تاریاک راوړل کېږي او د هیرویین، ښېښه او چاینک په بڼه بدلېږي او بهر ته صادرېږي.

سوداګري نه یوازې له ټاکلو بازارونو بلکې د واټساپ او ټیلګرام له تړلو ګروپونو هم ترسره کېږي. په دغو ګروپونو کې هره ورځ د بیو تازه معلومات خپریږي.

د نشه‌يي توکو کاروباریان وايي چې تاریاک، هیروین او نور توکي د هلمند له بهرامچې ولسوالۍ او له نیمروز ایران ته قاچاق کېږي، له هغه ځایه ترکیې ته او بیا اروپايي هېوادونو ته ځي.

د عبدالصمد په نامه یو قاچاقبر وویل: «طالبان د دې کار لپاره خپل کسان لري. سمرغ لنډکروز موټران لري، ډک ډک موټران د هلمند و کندهار له لارې ایران ته بیايي، هلته یې بلوڅانو ته سپاري، هغوی یې بیا ایران ته اړوي. دا کارونه د باوري کسانو له خوا تر سره کېږي».

سره له دې چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې د کوکنارو پر کر بندیز ولګاوه، خو د هلمند له شمالي ولسوالیو راپورونه ښيي چې کر لا هم روان دی.

خلک وايي، د کر، قاچاق او پروسس ډېری فابریکې په طالب چارواکو پورې تړاو لري. یو کروندګر له کجکي ولسوالۍ وایي: «په شمالي هلمند کې داسې ځای نشته چې تاریاک پکې نه وي کرل شوي. که څوک پیسې ورکړي، طالبان پرې کار نه لري، که نه یې ور کوي، کر یې له منځه وړي. اوس لس فیصده له منځه وړل کیږي، نور پاتې دي».

قاچاقبران وايي، طالبان د تاریاکو د کر مخه نه شي نیولی، ځکه لوږه او بې‌کاري زیاته شوې ده او له کروندګرو سره د بدیل کرکیلې کومه مرسته نه کېږي.

د ایران او اسراییل د جګړې اغېز

په تېرو اونیو کې د اسراییل او ایران ترمنځ جګړې د نشه‌يي توکو بازار هم اغېزمن کړی.

قاچاقبران وايي، د جګړې پرمهال د یو من اوبلن تاریاکو بیه، چې پخوا شپږ نیم سوه زره روپۍ (۲،۳۲۰ ډالره) وه، څلور سوه زره روپیو (۱،۴۳۰) ډالرو ته را ولوېده، خو اوس له اوربند وروسته بیې بېرته لوړې شوې دي.

د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د نشه يي توکو یو کاروباري د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:«د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل کېدو سره سوداوې بندې شوې. مخکې چې د یو من تاریاکو قیمت شپږ نیم لکه کالدارې(۲،۳۲۰ ډالره) و د اسراییل او ایران د جنګ پر مهال قیمتونه ټیټ شول، ان په څلور لکه کالدارې (۱،۴۳۰) هم چا نه رانیول. ځکه د ایراني تومن ارزښت کم شوی و، د خلکو پیسې په ایران کې بندې پاتې وې خو اوس بېرته بازارونه لوړ شوي دي».

د نشه يي توکو قاچاق ډېری په پاکستاني روپیو کیږي.

د قاچاقبرانو په وینا، دا مهال د یو من تاریاکو بیه ۵،۵ سوه زره کالدارې (۱،۹۶۵ ډالرو) او د یو کیلو هیروین بیه ۱۱سوه زرو روپیو(۳،۹۳۰ ډالرو) ته رسېږي.

طالبان د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه خپله لاسته‌راوړنه بولي، خو د ایران چارواکو بیا بیا ادعا کړې چې له افغانستان نه دغه هېواد ته په پراخه کچه نشه‌يي توکي قاچاق کېږي.

د افغانستان دننه راپورونه، د قاچاقبرو اعترافونه او د محلي خلکو ادعاوې ښيي چې د طالبانو د حکومت تر سیوري لاندې، د نشه‌يي توکو کاروبار نه یوازې پای ته نه دی رسېدلی، بلکې په یوه منظم سیستم بدل شوی.

نور خبرونه

رادیو